په شبرغان کې چاودنه شوې
په شبرغان کې په سیمه ایز قومندان برید شوی
1592691
د افغانستان په شبرغان په ښار کې چاودنه شوې ده .
د شبرغان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن دوشنبه د غرمې نه مخکې د شبرغان په ښار کې د یو سیمه ایز قومندان پر موټر چاودنه شوې ده .
د شبرغان امنیتي سرچینو ویلي دي چې چاودنه د ثمربای په نامه د یو تن سیمه ایز قومندن پر موټر شوې ده چې په نتیجه کې هغه او د هغه دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.