په ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو پر پوستې برید شوی
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو پر پوستې برید شوی دی.
1577246
د ننګرهار ولایت د ولایت د ولایتي شورا مرستیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د سپین غر ولسوالۍ د مامندرۍ په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستې خونړی برید کړی دی.
هغه ویلي دي چې ددې برید په نتیجه کې ۵ تنو سرحدي او سرتیرو او پاڅونوالو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د ننګرهار ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې په یو کور د هاوان د لګیدو په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ننګرهار ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د شیرزادو ولسوالۍ د ګرخیلو په سیمه کې د طالبانو لخوا توغول شوی یو هاوان مرمۍ د ملکي وګړو په کور لګیدلی دی چې په نتیجه کې یوې میرمنې ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو ددې برید په اړه څه ندي ویلي.