په ارزګان کې غبرګو چاودنو ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د ارزګان په ولایت کې دوه چاودنو ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

1572132
په ارزګان کې غبرګو چاودنو ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
ارزګان
دپيښي تصويرونه (3).jpg

 

د ارزګان ولایت نه زمونږ همکار ویلي دي چې تیره شپه د یاد شوي ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې په غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې دا چاودنې تیره شپه د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه کې شوي دي. د بله پلوه د ارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد زمونږ همکاری ته ویلي دي چې  پدې غبرګو چاودنو کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې د وژل شوو کسانو نه يي یو تن پولیسو او دوه تنه ملکي وګړي دي. همداشان ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي چې ۲ تنه يي پولیس او ۱۰ تنه يي ملکي وګړي دي.

د ارزګان  د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي ویلي دي چې ددې پيښې یو مړی او ۱۱ تنه ټپیان روغتون رانتقال شوي دي چې د ټپيانو نه هم یو تن په روغتون کې ساه ورکړه.

همداشان د ټپیانو نه د ۳ تنو نورو روغتیايي حالت ښه ندی.

ویل کیږي پدې چاودنو کې د ځاني زیانونو ترڅنګ د سیمې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

د دې بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه