په فاریاب ولایت کې درنده چاودنه شوې
د فاریاب ولایت د دولت آباد پر ولسوالۍ د موټر بم برید شوی
د افغانستان په شمال کې په فاریاب د موټر بم چاودنې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د فاریاب ولایت والي نفیب الله فایق نن سې شنبې ورځ د دسمبر ۲۲ مه خبري رسنیو ته ویلي دي طالبانو تیره شپه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په بازار د موټر بم برید کړی دی چې له امله يي په لسګونو کورونو او هټۍ ګانو ودانۍ تخریب شوي دي.
هغه ویلي دي چې په لسګونو ملکي وګړي د چپه شوو ودانیو لاندې شوي دي.
هغه ویي دي چې تیره شپه د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې د ډولت آباد ولسوالۍ په بازار کې یوه ډیره درنده چاودنه وشوه. چاودنه د هاموې ډول ټانک پر مټ شوې ده . هغه زیاته کړې ده چې پدې چاودنه کې د ۱۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی دی.
هغه ویلي دي چې چاودنې یو زیات شمیر ځاني او مالي زیانونه رامنځته کړي دي.
والي ویلي دي چې د سیمې خلک هڅه کوي چې د چپه شوو کورونو او ودانیو لاندې نه مړي او ټپیان راوباسي.
والي ویلي دي چې طالبانو د دولت آباد ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړه چې د امنیتي ځواکونو لخوا يي پلان ناکامه شو.
د فاریاب ولایت د رسنیو دفتر ددې برید په اړه ویلي دي چې طالبانو تیره شپه په دولت آباد ولسوالۍ تهاجمي برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو لخوا په شا وتنبول شو.
په برید کې ۷ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. همداشان پدې نښته کې د دوو تنو سرتیرو د وژل کیدو او پنځه تنو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.