په هرات کې چاودنه شوې
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې چاودنه شوې ده .
1519430
د سیمه ایزو مقاماتو په وینا نن د سهار په ساعتونو کې د هرات ولایت په مرکز کې د پولیسو په یو مرکز بمي برید شوی چې په نتیجه کې ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی او د یو تن ملکي وګړي په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویلي دي چې د چاودنې د ځای نه درې مړي او دوه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.