د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې چاودنه شوې ده.
په تګاب کې چاودنه شوې
1504161
د افغانستان د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د چاودنې په نتیجه کې ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
د کاپیسا د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن چارشنبه د تلې ۱۶ مه د سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې د تګاب ولسوالۍ خساچینه په سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې پيښه کې یوې میرمنې هم ژوند د لاسه ورکړی دی.