د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

په ګردیر کې د پکتیا د ولایتي شورا پر مرستیال مرګونی برید شوی

1493649
د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

د افغانستان د پکتیا ولایت د ولایتي‌ شورا مرستیال  ایوب غروال په وسله وال برید کې ووژل شو.

د پکتیا ولایت ځايي‌ مقاماتو ویلي‌ دي چې د ولایتي‌ شورا مرستیال ایوب غروال نن سهار وختي‌ د ګردیز په ښار کې د ناپیژنده وسله والو په برید کې ژوند د لاسه ورکړ.

د پکتیا سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې په غروال هله برید وشو چې د ګردیز پوهنتون ته پر لاره وو. برید د سهار په ۵ نیمو بجو شوی دی.

هغه پدې برید کې سخت ټپي شوی وو چې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه .

د بله پلوه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پر ښاغلي‌ غروال برید په کلکو ټکو غندلی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې په خپرولو سره پر ښاغلي‌ غروال ترسره شوی خونړي برید په کلکه توګه غندلی دی. 

په اعلامیه کې راغلي‌ دي چې ولسمشر محمد اشرف غني‌ یو ځل بیا پر طالبانو د بشري‌ اوربند چې د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه غږ وکړ.

همداشان اړوند ارګانونو ته په غروال د برید د فاعلینو د هر څه ژر نیولو او د خپلو اعمالو په سزا د رسولو په خاطر عدلي‌ او قضايي ارګانونو ته د تسلیمولو امر کړی دی.

د ویلو ده چې نن په ښاغلي‌ غروال د برید نه وروسته د پکتیکا ولایت د امنیت پر امر  او د ځانګړو ځواکونو د قطعې پر قومندان سربیره په بلخ ولایت کې د ولسي پاڅونوالو په یو مشهور قومندان هم برید شوی دی.

پدې بریدونو کې د پکتیکا ولایت د امنیت امر وژل شوی او د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان ټپي‌ شوی دی.

د بلخ د پاڅونوالو قومندان هم ټپي‌ شوی دی.



اړوند خبرونه