په جلال آباد کې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ کې په جلال آباد ښار کې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې ده .
د ننګرهار نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د جلال آباد ښار کې د ملي امنیت ریاست د منسوبینو پر موټر شوې ده .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي، چاودنه د سهار په ساعتونو کې د انګورباغ په سیمه کې رامنځته شوې ده .
په چاودنه کې د ملي امنیت یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی او درې تنه نور ټپیان شوي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې په ننګرهار ولایت کې د پوهنتون یو تن استاد د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند ویلي دي چې د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي استاد، ادم خان ملاتړ نن سهار شاوخوا اووه بجې دندې ته د راتګ پر مهال د خوږياڼو په حکيم اباد سيمه کې ناڅرګندو وسله والو له لورې په شهادت رسول شوی دی.
همداشان نن د سهار په ساعتونو کې د افغانستان په پلازمینه کابل کې هم یو تن امنیتي پرسونل د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.
د کابل د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د ګوټه سنګي په سیمه کې یو تن امنیتي پرسونل د ناپیژاندو وسله وال په برید کې وژل شوی دی.
د برید په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي.