طالبانو د کابل د خاک جبار پر ولسوالۍ کې د ملي‌ اردو پر پوستو بریدونه کړی دي.

په خاک جبار کې د ملي‌ پوځ پر پوستو بریدونه شوي

1486631
طالبانو د کابل د خاک جبار پر ولسوالۍ کې د ملي‌ اردو پر پوستو بریدونه کړی دي.

 

د افغانستان د ملي‌ دفاع وزارت بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې طالبانو تیره شپه د خاک جبار ولسوالۍ د شیرالله په سیمه کې د ملي‌ اردو پر پوستو او مرکزونو بریدونه وکړل چې د ملي اردو  ځواکونو ورته پر وخت او مناسب ځواب ورکړی دی.

دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې د طالبانو د برید نه سمدلاسه وروسته د ۱۱۱ فرقې د درې لوا ځواکونو پر طالبانو برید وکړ او د هغوې بریدونه يي په شا وتنبول. 

پدې برید کې یو تن طالب اورپکې مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

په برید کې افغان ځواکونو ته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی. 



اړوند خبرونه