د افغانستان د هرات په ولایت کې طالبانو د غوریان په ولسوالۍ ډله ایز برید کړی دی.
د غوریان په ولسوالۍ ډله ایز برید شوی
د غوریان ولایت اوسیدونکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سهار په وختي ساعتونو کې یو زیات شمیر موټرسایکل سپرو طالبانو د غوریان ولسوالۍ مرکز ته په راننوتو سره پر امنیتي مرکزونو او ولسوالۍ باندې برید کړی دی.
ویل کیږي پولیسو سمدلاسه د طالبانو باندې متقابل برید کړی چې نښته پيل شوې ده . نښته د غوریان ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې سیمو پورې رارسیدلې ده.
د بله پلوه د هرات ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې یو زیات شمیر موټر سایکل سپرو طالب اورپکو د غوریان ولسوالۍ باندې برید کړی چې د امنیتي ځواکونو د سخت برید او مقامت سره مخامخ شوي دي.
هغه ویلي دي چې طالبان د ملکي وګړو په استوګڼخایونو کې پټ شوي او د ملکي وګړو د کورونو نه پر پولیسو او امنیتي ځواکونو ډزې کوي.
ویاند ویلي دي چې تازه دمې ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او د طالبانو سره نښته دوام لري.
په نښتو کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.