په کندهار کې چاودنه شوې
د کندهار په سپین بولدک کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې
1480600
د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه شوې.
د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر شوې ده.
پدې پيښه کې ۱۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
چاودنه د سپین بولدک ولسوالۍ د لوی کاریز په سیمه کې شوې ده .
سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې پيښه هله رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د لوی کاریز په سیمه کې په لویه لاره کې په ځای په ځای شوي ماین وخوت. ویل کیږي ددې خونړۍ پیښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. خو ګمان کیږي چې دا ماین د طالبانو لخوا خښ شوی وي.