د افغانستان په غور ولایت کې پر ولسي پاڅونوالو خونړی برید شوی دی.
طالبانو په غور ولایت کې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی
1478503
طالبانو تیره شپه د غور ولایت د شهرک په ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستو برید کړی چې په نتیجه کې ۸ تنه پاڅونوال مړه او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د غور ولایت د شهر د ولسوالۍ ولسوال محمد سخي صبوریار خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه په یاده شوې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو پر امنیتي پوستو برید کړی چې په نتیجه کې ۸ تنه پاڅونوال وژل شوي دي.
همداشان د غور ولایت د امنیې قومندانۍ هم د برید پخلی کړی دی خو د معلوماتو ورکولو نه يي ډډه کړې ده .