په کونړ کې چاودنه شوې
په کونړ کې چاودنې ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
1466745
د افغانستان په ختیځ کې په کونړ ولایت کې چاودنه شوې.
د کونړ ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې ده.
د کونړ سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې نن سې شنبه د اګست څلورمه د غرمې نه مخکې د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د شیګل ولسوالۍ د موڼې په سیمه کې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ملکي وګړي مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.