په ارزګان کې یو تن سیمه ایز پولیس خپل ۴ تنه ملګري په ډزو وژلي
د افغانستان د ارزګان په ولایت کې یو تن سیمه ایز پولیس خپل څلور تنه ملګري په ډزو ووژل.
1462043
د ارزګان ولایت د والي ویاند زړګي عبادي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ارزګان ولایت د چنارک په سیمه کې د سیمه ایزو پولیسو په یوې پوسته کې یو تن سیمه ایز پولیس خپل ۴ تنه ملګري په ډزو وژلي دي.
هغه ویلي دي چې برید کوونکی سیمه ایز پولیس د خپلو ملګرو د وژلو نه وروسته د وسلو سره یو ځای طالبانو ته تښتیدلی دی.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په افغانستان کې یو پولیس خپل ملګري وژني.
ددینه وړاندې هم په کراتو د طالبانو نفوذي برید کوونکو خپل ملګري په ډزو وژلي او وروسته طالبانو ته تښتیدلي دي.