په هلمند ولایت کې چاودنه شوې

د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې چاودنه شوې

1445988
په هلمند ولایت کې چاودنه شوې

د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې نن یو ځل بیا چاودنه وشوه.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک نن سې شنبه د چنګاښ لسمه خبري رسنیو ته وویل چې نن د یاد شوي ولایت د ناوې ولسوالۍ د منګلزو په سیمه کې چاودنه وشوه.

هغه وویل چې دا چاودنه په یو تونس ډوله موټر شوی دی چې په نتیجه کې  دوه تنه مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.

د ویلو ده چې تیره ورځ په هلمند ولایت کې په دوو جلا جلا چاودنو کې نږدې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي‌ وو.

تیره ورځ د هلمند ولایت لپاره پدې وروستیو کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.



اړوند خبرونه