په هلمند کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې
په هلمند کې په چاودنه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
1445048
د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هلمند ولایت د پولیسو ویاند محمد زمان همدرد خبري رسنیو ته ویلي دي چې پرون یکشنبه د غرمې نه وروسته د هلمند ولایت د واشیر په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر د سړک په غاړه کې ځای په خای شوی ماین وچاوید.
هغه وویل چې پدې پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د پيښې مړي او ټپیان نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.
د برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی .