په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۹۳ تنو ته لوړه شوه
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۸۶۷۶ ته لوړه شوه
په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۳۱ مثبتو پیښو د ثبتیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وحید مجروح نن د غبرګولي لومړۍ نیټه وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو لړۍ چټکه شوې ده او خبرداری ورکړ که چیرې حالت په همدې شان دوام وکړي لرې به نوي چې ددې ویروس له امله ډیر زیات کسان ژوند د لاسه ورکړي.
هغه وویل چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۰۰۷ شکمن سمپلونه نه ۵۳۷ يي مثبت راختلي دي.
هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۹۳ تنو ته لوړه شوې ده او تر اوسه پورې ۹۳۸ تنه ناروغان ښه شوي دي.
هغه یو ځل بیا د افغانستان د خلکو نه غوښتنه وکړه چې په کورونو کې پاتې شي او ځان ددې ناروغۍ نه وژغوري. هغه وویل چې په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې باید د تګ راتګ نه ډډه وکړو او اختر د خپلو کورنیو سره په خپلو کورونو کې تیر کړو.