د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه شوې.
د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کې چاودنه شوې
1396815
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن دوه د وري ۲۵ مه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت د لعل پورې په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې چاودنه په لویه لاره کې د ځای په ځای شوي له امله شوې ده. ویل کیږي چاودنه هله رامنځته شوه چې کله د ملکي وګړو موټر د سیمې ته د تیریدو په حال کې وو.
په چاودنه کې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د بله پلوه د سیمې خلکو بیا ویلي دي چې چاودنه د یو قومي مشر په موټر شوې ده چې په نتیجه کې قومي مشر مړ او دوه تنه نور کسان ټپیان شوي دي.