د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه جدي‌ اندیښنه ښودلې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدل د اندیښنې وړ بللي‌ او یو ځل بیا يي په هیوادوالو د قرنطین د مراعات کولو غوښتنه کړې ده.

1393685
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه جدي‌ اندیښنه ښودلې

 

د عامې روغتیا وزارت ویاند نن خبري غونډې ته وویل چې په  هیواد کې د کرونا ویروس پدې چټکۍ سره خپریدل جدي‌ اندیښنې راپارولي‌ دي.

هغه په ځانګړې توګه د پلازمینې  کابل په خلکو غږ کړی دی چې د کابل هیڅ سیمه د کرونا ویروس نه خوندي‌ نده. باید د ډیر جدي دقت نه کار واخلي.

همداشان هغه وویل چې په کابل کې د امیري‌ په نامه د خصوصي‌ روغتون فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت لخوا درول شوي‌ دي.

هغه وویل چې ددې روغتون فعالیت به تر هغه چې د ټولو ډاکټرانو د کرونا ویروس ټسټ نتیجه يي معلومه شوي‌ ندي‌ بند وي.

هغه ویلي دي‌ چې  ددې روغتون  ځینې ډاکټران او روغتیايي پرسونل په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي.

د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې ددې روغتون یو تن ډاکټر د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې  د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ اعلان وکړ چې ددینه وروسته به د ټولو هغه کسانو سره چې د کرونا ویروس له امله د اعلان شوي‌ قرنطین نه سرغړونه کوي قانوني‌ او ډیر سخت چلند وکړي.

هغه وویل په ځانګړې توګه د دولتي‌ مامورینو سره چې د حکومت لخوا د هغوې د روغتیا په خاطر رخصت کړی شوي‌ دي‌ او دوی قرنطین نه سرغړونه کوي سخت چلند وشي.

هغه وویل چې  پولیس به ددینه وروسته په هر سیمه کې جدي‌ ګزمه وکړي‌ او د قرنطین نه سرغړونکو سره به جدي‌ چلند وکړي.



اړوند خبرونه