محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکل شو.
د افغانستان ولسمشر حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په صادرولو سره محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکه.
د ویلو ده چې محمد حنیف اتمر ولسمشر محمد اشرف غني په تیره دوره کې د اوږدو کلونو لپاره د ملي امنیت د سلاکار په توګه دندې ترسره کولو نه وروسته له خپلې دندې استعفا کړې وه او وروسته يي د سیاسي ګوند په جوړولو سره د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی وو.
اتمر وروسته په خپل ګوند کې د خپل منځنیو ستونزو له امله د ولسمشرۍ په ټاکنیز کمپاین او ټاکنو کې د ګډون نه لاس په سر شو.
د ویلو ده چې محمد حنیف اتمر د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په موده کې د کلیو د پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر او کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې حنیف اتمر د هیواد پيژندل شوې او اغیزناکه شخصیت دی چې په نوې دنده کې ورته د بریالیتوب هیله کوو.