امریکا پر افغانستان خپل یو میلیارد ډالره مرستې پرې کړې

د امریکا متحده ایالتونو  افغانستان کې  سره خپلې ډیرې زیاتې مرستې کمې کړې.

1383946
امریکا پر افغانستان خپل یو میلیارد ډالره مرستې پرې کړې

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د افغانستان سره پلان شوې یو میلیارد یو میلیارد ډالره مرستو د ځنډولو نه خبر ورکړ.

امریکا پداسې حال کې په افغانستان په روان میلادي‌ کال کې د یو میلیارد ډالرو مرستو لغوه کولو نه خبر ورکړ چې تیره ورځ  ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ناڅاپي‌ سفر په ترڅ کې کابل ته لاړ.

پمپیو په کابل کې د افغان مشرانو د روانې سیاسي‌ ستونزې د حل او یو ټولشموله حکومت د جوړولو په خاطر د ولسمشر غني‌ او ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه او د هغوې ترمنځه د جوړ جاړي‌ هڅه وکړه چې نتیجه يي ورنکړه.

مایک پمپیو په کابل کې د ۸ نیم ساعته پاتې کیدو نه وروسته قطر ته سفر وکړ او هلته يي د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر سره لیدنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی هڅه وکړه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو لپاره لار هواره کړي خو دواړو لورو خپل اختلاف ته ادامه ورکړه چې دا د امریکا ملي ګټو ته خطر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له همدې امله دوی روان کال له افغانستان سره خپل یو میلیارد ډالر مرسته کموي. ددې تر څنګ یې ویلي چې په نورو کنفرانسونو کې به هم د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي او راتلونکی کال به هم یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله نیوکه کړې چې سولې ته ژمن نه دي او تر دې دمه یې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی نه دی ګومارلی.

همدا راز یې ویلي چې له دې وروسته د سیاسي اهدافو په خاطر له ترسره کېدونکو نظامي عملیاتو ملاتړ نه کوي او نه هم پکې برخه اخلي. امریکا همدا راز ویلي د هغو مشرانو ملاتړ هم نه کوي چې موازي حکومتونه جوړوي.

په اعلامیه کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله کړنې غیر مسوولانه بللې شوې دي او په خبره یې امریکا خواشینې ده چې افغان مشران د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو بریالي نه شول.



اړوند خبرونه