په امریکايي ځواکونو په افغانستان کې پر طالبانو هوايي برید وکړ

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د فبروري په ۲۹ مه نيټه د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې هوکړه لیک د لاسلیکیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره پر طالبانو هوايي برید وکړ.

1371895
په امریکايي ځواکونو په افغانستان کې پر طالبانو هوايي برید وکړ

 

په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو ویاند سني لاګیت ویول چې  امریکايي ځواکونو د افغانستان د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې  پر طالبانو هوايي برید کړی دی.

هغه ویلي دي چې طالبانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  پر افغان ځواکونو ۴۳ جلا جلا بریدونه کړي . امریکايي ځواکونه د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې  د متحدو افغان ځواکونو نه د دفاع په خاطر پر طالبانو بریدونه وکړي.

ویاند وویل چې د طالبانو مشرانو نړۍوالې ټولنې ته د اورکم یا تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په اړه ژمنه کړې وه. خو له بده مرغه چې طالبان په خپلو ژمن ولاړ ندي. مونږ غواړو چې  طالبان په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

امریکا د سولې هوکړه لیک ته ژمن  دی خو د اړتیا په صورت کې د متحدو افغان ځواکونو ته دفاع چمتو  دی. پدې برخه کې مسئولیت هم  لري.

د ویلو ده چې  د امریکا او طالبانو ترمنځه د دوه کلنو مذاکراتو نه وروسته د فبروري په ۲۹ مه نيټه د نړۍوالې ټولنې په حضور کې  افغانستان ته د سولې راوستو په نامه د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

خو طالبانو د هوکړه لیک د لاسلیکولو نه دوه ورځې وروسته د اورکم د لمنځه وړو نه خبر ورکړ.

طالبانو تیره شپه په کندوز ولایت کې  د افغانستان د پوځ په څو امنیتي پوستو برید وکړ چې په نتیجه کې ۱۶ تنه سرتیري مړه او لس تنه نور اسیر نیول شوي دي.

همداشان طالبانو په هلمند کې هم په افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه