په تخار کې د اربکي ځواکونو پر قرارګاه خونړی برید شوی
د افغانستان د تخار په ولایت کې د طالبانو ډله ایز برید
1331268
د افغانستان د تخار په ولایت کې د اربکي ځواکونو په قرارګاه خونړی برید شوی .
د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې د اربکي ځواکونو په قرارګاه خونړی برید کړی دی.
هغه ویلي دي چې ددې برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۷ تنو اربکي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د برید نه وروسته تقویتي ځواکونه سیمې ته د رسیدو سره د طالبانو برید په شا تنبول شوی دی.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی او د ۲۱ تنو اربکي سرتیرو د وژلو ادعا يي کړې ده .