په بغلان کې خونړۍ چاودنه شوې
په بغلان کې چاودنې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
1300445
د افغانستان په شمال کې د بغلان په ولایت کې د سړک د غاړې د ماین د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ویلي دي چې دا چاودنه د ډنډ شهاب په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د هغه په وینا چاودنه د ملکي وګړو پر موټر شوې ده چې په پایله کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
شهاب ددې برید پړه پر طالبانو واچوله او ویلي دي چې دا کار د طالبانو دی.
طالبانو بیا د مسئلې په اړه څه ندي ویلي.