په جلال آباد کې د صفر دوه قطعې په موټرو چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کتار ځانمرګی برید وشو.
د جلال آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا ځانمرګی برید د ماسپخین د دوو بجو په شاوخوا کې د اکمالاتي بیز په سیمه کې ترسره شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند دلاسه ورکړی او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.
برید د صفر دوه ځانګړې قطعې د ځواکونو پر موټرو شوی دی. ویل کیږي پدې برید کې صفر دوه قطعې منسوبینو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید د ملي امنیت د صفر دوه قطعې په منسوبینو شوی دی .
هغه ویلي دي چې پدې برید کې ۵ تنه وژل شوي دي چې ۳ تنه امنیتي سرتیري دي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي چې ۶ تنه يي د صفر دوه قطعې منسوبین دي.
د ویلو ده چې د تیرې جمعې پر ورځ هم د ننګرهار ولایت د هسکې مینې په ولسوالۍ کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال غبرګې چاودنې شوې وې چې په نتیجه کې تر ۷۰ تنو ډیرو کسان ژوند د لاسه ورکړ او نږدې ۴۰ تنه ټپیان شول.