د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل کې  د یوې سترې فاجعې مخنیوی وکړ.

په کابل کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه

1288157
د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل کې  د یوې سترې فاجعې مخنیوی وکړ.

 

د ملي اردو ځواکونو په کابل کې د یو ښوونځي په مخکې ځای په ځای شوی  د لرې سیمې نه کنټرولیدونکی  ماین  کشف  او شنډ کړ.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  ددې منسوبینو نن  سې شنبه د اکتوبر ۱۵ مه د پلازمینې کابل  ریشخور په سیمه کې  د یوې لیسې  په مخکې  د لرې نه کنټرولیدونکی  ماین  چې  چاودنې ته  چمتو شوی وو کشف  او شنډ کړ.

ویل کیږي دا ماین  د ملي اردو د ګارنیزون قول اردو د ځانګړو کوماندو ځواکونو لخوا کشف  او شنډ شوی دی.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې ترهګرو غوښتل چې  زمونږ  ملکي وګړي او تنکي ځوانان  ووژني خو خپلې شومې موخه ته  ونه رسیدل.

د ویلو ده  چې  تیره ورځ په کابل کې  د یو ښوونځي  مدیر  د ښوونځي په مخکې د ناپیژاندو کسانو په ډزو کې ووژل شو.

همداشان  نن  د یو بل ښوونځي  په مدیر  هم  وسله وال برید وشو چې  په پایله کې ټپي ژغورل شوی دی.



اړوند خبرونه