د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر پولیسو چاودنه وشوه.
په قره باغ ولسوالۍ کې پر پولیسو چاودنه شوې
1283626
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې وسله والو کسانو د پلازمینې کابل اړوند د قره باغ په ولسوالۍ کې په لویه لاره کې د کورنیو چارو د وزارت د جنايي تحقیقاتو د ریاست یو تن چارواکی عبدالخیبر موټر د درولو نه وروسته په هغه ډزې کړي او هغه يي وژلی دی.
همداشان کله چې د قره باغ ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو د څانګې مشر د پيښې د څیړولو په موخه سیمه لاړ په لاره کې د هغه پر موټر هم چاودنه شوې.
پدې پیښه کې شپږ تنه پولیس ټپيان شوي دي.
د قره باغ د ولسوالۍ ولسوال عظیم دل آغا هم د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې د یاده شوې ولسوالۍ د جنايي تحقیقاتو د څانګې د مشر په موټر هم چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۶ تنه پولیس ټپيان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.