په جلال آباد او مزار کې چاودنې شوي
د افغانستان په ختیځ ننګرهار او په شمال کې په مزار شریف کې جلا جلا چاودنې شوي دي.
1266560
د افغانستان په ختیځ ننګرهار او په شمال کې په مزار شریف کې جلا جلا چاودنې شوي دي.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د خوږیانو ولسوالۍ د چمتلې په سیمه کې چاودنه وشوه.
پدې چاودنه کې د ۷ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې چاودنه په یو لاسي ګاډي کې رامنځته شوې ده چې چسپکي بم پکې نخلول شوی وو.
د بله پلوه په مزار شریف ښار کې هم د یو چسپکي بم چاودنه شوې.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې چاودنه کې یو تن مړ او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
په مزار کې چسپکي بم په یو بایسکل کې ځای په ځای شوی وو. دا چاودنه د مزار شریف د استیناف محکمې ترڅنګ رامنځته شوې ده . ویل کیږي د چاودنې اصلي هدف امنیتي ځواکونه او د عاشورا ویرجن ول.