د امریکا ولسمشر د طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول

د امریکا ولسمشر د طالبانو او افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ سره په امریکا کې ملاقات لغوه کړل

1265358
د امریکا ولسمشر د طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ‌ د طالبانو سره  د سولې مذاکرات او د طالب مشرانو سره پلان کړی  ملاقات  لغوه کړ.

ټرمپ‌ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې  ویلي‌ دي‌ چې  په پام کې وه چې  د یکشنبې  پر ورځ د امریکا د دیوید په کمپ  کې  د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني  او د طالبانو د مشرانو سره  جلا جلا ملاقات وکړي‌ چې  دا ملاقات يي‌ لغوه کړل.

ټرمپ‌ ویلي‌  دي‌ چې  ددې  لیدونو د لغوه کولو سربیره يي  د طالبانو  سره  د سولې روان مذاکراتو د درولو  امر هم کړی دی. هغه ویلي‌ دي‌ چې  پریکړه يي‌ ځکه کړې  ده چې  طالبانو په کابل کې  د وروستي‌ برید  چې  په پایله کې د یو تن امریکايي‌ سرتیري‌ په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول  مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

ټرمپ‌ په خپور کړي‌ پیغام کې  ویلي‌ دي‌ که چیرې  طالبان د سولې  د مذاکراتو پدې مهم  پړاو کې  ۱۲ بې ګناه انسانان  وژني‌ دا ددې  په معنا  ده  چې  هغوي‌ ددې  ډول مهمو  مذاکراتو او مهم  تړون  وړتیا  نلري. هغوي‌ د جګړې  پلویان  دي.

د ویلو ده چې  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف  غني‌ تیره ورځ امریکا ته د خپل سفر د ځنډولو نه خبر ورکړی وو.

  د امریکا  او طالبانو ترمنځه  د تیرو څو میاشتو راهیسي‌ په قطر کې  مخامخ  د سولې مذاکراتو دوام درلود  چې  د نهم  پړاو مذاکراتو سره  دواړه خواوې  نهايي پریکړې  نږدې  شوي‌ وو .

د افغانستان لپاره  د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ زلمي‌ خلیلزاد  د نهم  پړاو  مذاکراتو  د پایته رسیدو نه وروسته  د طالبانو سره  د نهايي‌ تفاهم  نامې  متن  او جزیات د افغانستان  د حکومت سره شریک کړ.

د افغانستان  حکومت  د امریکا او طالبانو  ترمنځه  په شوي‌ نهايي تفاهم  ځینې  نیوکې  هم  کړې  وې  او پدې  تفاهم کې د ځینو نیمګړتیاوو نه  یادونه کړې  وه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف  غني‌ غوښتل چې په همدې  مسئلې  د امریکا  د ولسمشر  ټرمپ‌ سره  وګوري‌  خو  تیره ورځ  امریکا ته د هغه د سفر د ځنډولو  خبر خپور  شو.

د بله پلوه  د امریکا د کانګرس ځینو  غړیو هم  ددې  مذاکراتو  او د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه  جدي‌ اندیښنه  درلوده  او د طالبانو سره  د امریکا  مرکچي‌ زلمي‌ خلیلزاد نه د وضاحت غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې  طالبانو  د تیرې  پنجشنبې  پر ورځ د د کابل د شش درک په سیمه کې  ځانمرګی برید وکړ چې په پایله کې د یو تن امریکايي‌ او یو تن رومانیايي  سرتیرو په ګډون  ۱۲ ننو ژوند د لاسه ورکړ  او تر ۴۰ تنو ډیر ټپیان  شول. 

طالبانو  ددینه  لنډه موده مخکې په کابل کې  د ګرین ولیج په نامه  د بهرنیو ځواکونو په یوې هډې هم  ځانمرګی برید کړی وو چې په پایله کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې  وه.

طالبانو  چې  د یو خوا نه  د امریکا سره  د سولې مذاکرات پر مخ وړل  د بلې  خوا نه يي  بریدونو ته  زور  ورته کړی وو. طالبانو  داسې  ګمان کولو چې  ددې بریدونو سره  به  لا په مذاکراتو کې  برلاسي‌ شي‌  او لا زیات  به خپلې  غوښتنې  پر امریکا او افغان حکومت  ومني‌ چې  داسې  ونه شول.

 



اړوند خبرونه