د افغانستان په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو پر خلاف د افغانستان سخت غبرګون
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تیره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پر مهال د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې افغانستان د نړۍ د پخوانیو ملتونو او دولتونو څخه دی چې د تاریخ په اوږدو کې د ډول ډول بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نده ورکړې او نه به يي کله ورکړي.
د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د افغانستان شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی.
افغانستان د سولې په راوستو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوي خو د هیواد برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو پّ ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور نه پرته نشي ټاکل کیدای.
افغانستان به تل د نړۍ د سیاست په صحنه کې د صلاحیت او عظمت سره خپل موجودیت ته دوام ورکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوو همکارو دولتونو هر اړخیزو اړیکو ته په کتو سره د ډیپلوماټیکو او دولتي لارو څخه له واشنګټن نه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو د صراحت او توضیحاتو غوښتنه کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د نوموړې مسئلې اړوند پرمختګونه وخت په وخت د افغانستان د ازاده او خپلواکه ملت سره شریک کړي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پر مهال ویلي وو ، که چیرې امریکا وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي. که چیرې وغواړي د لسو ورځو په دننه کې افغانستان د نقشې نه ورکولی شي. هغه ویلي وو چې نه غواړي په افغانستان کې په میلیونونو تنه انسانان ووژني. همداشان هغه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په حضور کې پر پاکستان نیوکه وکړه او وویل چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته نده کړې.
هغه وویل چې امریکا د پاکستان پوځ ته په میلیونونو ډالره دفاعي مرسته ورکوله خو هغوې په بدل کې زمونږ سره دښمني کوله.