په پکتیا کې چاودنه شوې
د افغانستان د پکتیا په ولایت کې چاودنه وشوه.
1239617
د افغانستان په ختیځ کې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې چاودنه وشوه.
د پکتیا والي وکیل عبدالولي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ګردیز ښار د دولتي روغتون تر څنګ په یو موټر کې چاودنه وشوه چې له امله يي لږ تر لږه ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
والي ویاند ویلي دي چې د برید هدف د پکتیا ولایت د اربکیو ځواکونو قومندان عزیز احمد وو چې پدې برید کې د هغه سربیره موټر چلوونکي يي او دوو تنو نورو کسانو هم ژوند د لاسه وکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې په افغانستان کې یواځې د جولای د میاشتې د پيل راهیسې په تیرو شلو ورځو کې په بیلو بیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه وژل شوي دي.