د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت کې  په یو بازار  خونړی  برید شوی دی.

د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې په یو بازار خونړی برید شوی

1230492
د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت کې  په یو بازار  خونړی  برید شوی دی.

 

د فاریاب ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن  سهار په ځايي وخت  د ۷ بجو په شاوخوا کې  د خواجه سبزپوس په ولسوالۍ کې په یو بازار  د راکټي برید شوی دی.

د فاریاب  ولایت د پولیسو ویاند  عبدالکریم  یورش  خبري  رسنیو ته ویلي دي چې  نن د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې  د خواجه  سبز پوش  په ولسوالۍ کې  په یو سیمه ایز بازار  راکټي برید شوی دی. هغه ویلي دي چې برید پداسې حال کې شوی دی چې په بازار کې  ډیره زیاته ګڼه ګوڼه وه.

پدې برید کې  ۶ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې د پیښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي. په قربانیانو کې  ماشومان  او سپین ږیري هم  شتون لري.

ویاند  په وینا  د پیښې ټپیان د فاریاب ولایت مرکزي روغتون  ته  انتقال شوي او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ټپيانو نه د بعضو روغتیايي حالت  ښه ندی.

هغه ویلي دي چې  پدې سیمه کې  د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه  نښته هم  دوام لري.



اړوند خبرونه