په کابل کې چاودنه وشوه
په کابل کې د حج او اوقافو د رياست د مامورينو په موټر چاودنه وشوه
1208598
د افغانستان په پلازمينه کابل کې چاودنه وشوه.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د حج او اوقافو د وزارت د مامورينو د ليږد په موټر شوې ده.
د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې چاودنه د پلازمينې کابل د پروان دو په سيمه کې شوې.
ويل کيږي چاودنه د مامورينو په ليږد موټړ کې له مخکې د ځای په ځاي شوي مقناطيسي بم د چاودنې په پايله کې رامنځته شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت دياند خبري رسنيو ته ويلي دي چې پدې پيښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
خو د کورنيو چارو وزازت بيا د لسو تنو د ټپي کيدو نه خبر ورکړی دی .د ويلو چې پدې وروستيو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ديني عالمانو پر خلاف هدفي بريدونه کيږي.
په تيرو دوو ورځو کې په پرله پسې ډول سره په کابل کې دوه مشهور او مهم عالمان په شهادت ورسول شول.