په پکتيا کې چاودنه شوې
په پکتيا کې پر قومي مشرانو چاودنه شوې
1208396
د افغانستان د پکتيا په ولايت کې په قومي مشرانو چاودنه وشوه.
د پکتيا ولايت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د پټان په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين د چاودنې په پايله کې رامنځته شوې ده.
د پکتيا ولايت د پوليسو وياند سردار ولي خبري رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه د پټان ولسوالۍ د ګلاب په کلي کې رامنځته شوې ده چې په پايله کې يو قومي مشر ژوند د لاسه ورکړی او بل بيا ټپي شوی دی.
وياند ويلي د بريد پړه پر طالبانو اچولې ده.