په فاریاب ولایت کې ګن شمیر طالب اورپکي وژل شوي دي
د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت کې د طالبانو د ۴ تنو ډلمشرانو په ګډون ګن شمیر وژل شوي دي.
1186270
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي دي چې د فاریاب په ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې طالبانو ته ستر ځاني زیان اړول شوی دی.
د ۲۰۹ م شاهین قول اردو لخوا د خپور شوي بیان له مخې په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې د ۴ تنو طالب ډلمشرانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې دا جګړه د دولت آباد او خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده . طالبانو تر اوسه ددې جګړې او ورته د اوښتو ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.