کابل د نوي کال په لومړۍ ورځ د چاودنې غږ ولړزو.
په کابل کې چاودنه وشوه
د افغانستان د پلازمینې کابل د کارته سخي په سیمه کې غبرګې چاودنې شوي دي
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۶ تنه مړه او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند ویلي دي چې د کابل په ننیو چاودنو کې ۶ تنه مړه او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت دوه ورځې مخکې د نوي کال پر ورځ په کابل کې د بعضو احتمالي چاودنو د راپور د ترلاسه کولو په اړه خبرداری ورکړی وو.
د ویلو ده چې په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې نن د افغانستان په ګډون په منځني اسیا او د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د نوي کال یا نوروز لمانځنې کیږي.
د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو یوه د خوښۍ ورځ هم د افغانستان په خلکو نه لوریږي. دادی د نوروز ورځ يي هم په وینو ولړله.