په جلال آباد کې چاودنه شوې
د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې چاودنه شوې.
1165918
د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي دي چې
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲نیمې بجې په یوې کرولا ډوله موټر پورې د تړل شوي چسپکي ماین د چاودنې له امله د یوې میرمنې او دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپيان کړل .
د یادې پېښې ټپيان چې د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي،د یو تن حالات یې نازک ښودل شوی دی .