په کندهار کې پولیسو خپل ملګري ووژل
د افغانستان د کندهار په ولایت کې دوو تنو پولیسو خپل ۴ تنه ملګري ووژل.
1136451
د کندهار ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د پنجوايي په ولسوالۍ کې دوو تنو پولیسو خپل ۴ تنه پولیس په ډزو ووژل.
د کندهار ولایت د والي ویاند عزیز احمد عزیزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په پنجوايي ولسوالۍ کې په یوې امنیتي پوسته کې دوو تنو پولیسو خپل ۴ تنه پولیس په ډزو وژلي دي.
هغه ویلي دي چې برید کوونکي پولیس د پیښې نه وروسته تښتیدلي دي چې د نیولو په خاطر يي عملیات پیل شوي دي.
ویاند ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي. ویاند ویلي دي دا لا معلومه نده چې برید کوونکو د طالبانو سره تړاو درلود او که نه.