په سنګین ولسوالۍ کې د هوايي برید په اړه غبرګونونه دوام لري
د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې د ملکي وګړو په استوګنځایونو هوايي برید په اړه غبرګونونه دوام لري.
1133213
د افغانستان د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې په ملکي استوګنځایونو د هوايي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک خبري رسنیوته ویلي دي چې د سنګین په ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عمر ځواک ویلي دي چې د نوموړي برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د هلمند ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان بیا ویلي دي چې پرید برید کې ۱۶ تنه وژل شوي چې ښځې او ماشومانو هم پکې شتون لري.
د بله پلوه دې برید په افغانستان کې ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي. د افغانستان ډیری سیاستوال او مخورو څیرو دا برید په کلکو ټګو غندلی دی.