د افغانستان د میدان وردک په ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په قطعې ډله ایز برید شوی
په میدان وردک کې د ځانګړو ځواکونو په قطعې برید شوی
د میدان ښار ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سلواغې لومړۍ د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د ځانګړو ځواکونو د قطعې په مخکې چاودنه وشوه.
هغه وویل چې د چاودنې نه وروسته څلورو تنو نورو ترهګرو په قطعې ډزې پيل کړې چې نښته پیل شوه.
په نښته کې درې تنه ترهګر ووژل شول او څلورم تن د ځان پورې تړي چاودیدونکي توکي وچول.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې امنیتي ځواکونو او ودانۍ یوې برخې ته زیان اوښتی دی خو د ځاني تلفاتو دقیقه شمیره معلومه نده.
خو د اسوشیتید پرس خبري اژانس بیا پدې پیښه کې د ۱۲ تنو د وژل کیدو او ۳۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې په میدان وردک ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په قطعې ډله ایز برید کړی دی. په بیان کې راغلي دي چې لومړی د ځانګړو ځواکونو د قطعې په مخکې چاودنه وکړه او وروسته نورو برید کوونکو په قطعې برید وکړ.
هغه پدې برید کې ګن شمیر افغان ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده .