د افغانستان په پلازمینه کابل کې اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په کابل کې اورلګیدنې د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.
1119068
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې تیره شپه د کابل د عبدالحق په څلور لاري کې د تیلو په یو ټانک کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې په ډیره چټکه توګه شاوخوا ودانیو ته وغځیده.
پدې پيښه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۴۴ تنه نور ټپيان شول.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مجروح خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پیښې ۳ تنه مړي او ۴۴ تنه ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي. هغه ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۶ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
ویل کیږي اورلګیدنې د تیلو د ټانک ترڅنګ د کابل ټاور په نامه یو څو پوړیزه ودانۍ هم سوځولې ده . پدې پیښه کې ګن شمیر کورونه او دوکانونه سوځیدلي دي.
د اورلیګدنې اصلي لامل لا تر اوسه پورې معلوم ندی. افغان چارواکیو هم د پيښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.