په افغانستان کې یو تن امریکايي سرتیری ووژل شو.
په افغانستان کې یو تن امریکايي سرتیری ووژل شو
1106965
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت په چوکاټ کې په دنده بوخت امریکايي سرتیری ووژل شو.
په افغانستان کې د غوڅ ماموریت لخوا په خپور شوي بیان کې د یو تن امریکايي سرتیري وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
په بیان کې د وژل شوي امریکايي سرتیري د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.
همداشان دا هم ندي ویل شوي چې امریکايي عسکر د افغانستان په کوم ولایت کې او څرنګ وژل شوی دی.