کابل کې چاودنه وشوه
کابل کې د امنيتي ځواکونو په کتار چاودنه شوې
1104280
د افغانستان په بلازمينه کابل کې درنده چاودنه وشوه.
د کابل ته د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې شوې ده.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د چاودنې پخلی کړی دی.
د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش خبري رسنيو ته ويلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې په پغمان ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په کتار چاودنه شوې ده.
دانش په چاودنه کې د ځاني تلفانو په اړه څه ندي ويلي.
د بله پلوه د کورنيو چارو وزارت د ويندوې د دفتر لخوا په خپور شوي بيان کې ويل شوي دي چې نن سهار په ۹ بجو او شلو دقيقو په پغمان کې د امنيتي ځواکونو په کتار ځانمرګی بريد شوې چې له امله يي ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی.