طالبانو په افغانستان کې قتل عامونو ته زور ورته کړی دی.
طالبانو په غزني او فراه ولایتونو کې ستر قتل عامونه کړي
طالبانو د افغانستان په فراه ولایت کې د پولیسو په ګډون ۳۷ تنه وژلي دي.
د فراه ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې طالبانو د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د خوست په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز برید کړی دی چې په ترڅ کې ۲۹ تنه پولیس او ۸ تنه هم ملکي وګړي په قتل رسولي دي.
د خاک سفید ولسوالۍ د امنیې قومندان عبدالجبار خبري رسنیو ته ویلي چې طالبانو د خوست سیمه نیولې ده او پدې سیمه کې ستر قتل عام کړی دی.
د فراه ولایت چې د ایران سره په پوله کې پروت دی ډیری وخت د یاد شوي ولایت چارواکي ایران په سیمه کې د طالبانو نه د پراخه ملاتړ تورنوي.
نوموړي وايی چې ایران د طالبانو سره ډیره مرسته کوي او هغوې تمویلوي.
د بله پلوه د غزني ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې هم د یو قتل عام نه خبر ورکړ شوی دی.
د غزني ولایت د امینې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو په جاغوري ولسوالۍ کې د عسکرو په ګډون ۲۵ تنه وژلي دي.
هغه ویلي دي چې طالبانو په جاغوري کې لس تنه سرتیري او ۱۵ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي. پدې بریدونو کې ۶ تنه سرتیري او ۸ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ویاند زیاته کړې ده چې جاغوري ولسوالۍ ته ګن شمیر تازه دمي ځواکونه استول شوي دي.
د بله پلوه د غزني ولایت د ولایتي شورا غړي خالق داد اکبری بیا ویلي دي چې په جاغوري ولسوالۍ کې ۲۷ تنه سرتیري وژل شوي دي.
هغه په سیمه کې تر شلو ډیر د ملکي وګړو د وژل کیدو ادعا کړې ده او ویلي دي چې په جاغوري ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه ډیر کمزوري دي .
همداشان طالبانو بیا په جاغوري کې د پنځو پوستو د نیولو او پدې بریدونو کې د ۲۲ تنو سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده .