په کابل کې ځانمرګی بريد وشو
په کابل کې ځانمرکی بريد وشو
په کابل کې ځانمرګی بريد وشو.
د افغانستان د پلازمينې کابل په زړه کې ځانمرګی بريد وشو.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې بريد د استقلال ليسې په مخکې شوی دی.
ويل کيږي چاودنه د لاريون کوونکو تر څنګ وشوه.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش ويلي دي چې برید د ځانمرګي برید کوونکي د ویشتو نه وروسته د هغه پورې د تړولو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوی دی.
ځانمرګی بريد کوونکی هدف ته د رسيدو نه مخکې د امنيتي ځواکونو لخوا پيژندل شوی او وژل شو خو له بده مرغه چې د هغه پورې تړولو چاودیدونکو توکو هم انفلاق وکړ.
هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید کوونکي په ویشتو سره د سترې فاجعې مخه نیولې.
د کورنیو چارو وزارت پدې پیښه کې د ۶ تنو د وژل کیدو او ۲۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی. داعش ویلي دي چې ددې برید اصلي هدف لاریون کوونکي ول.