په کابل کې د حقاني د شبکې یوه مهمه ډله ونیول شوه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د حقاني د شبکې د ۱۱ تنو غړیو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددوې منسوبینو د کابل د پنځمې او دولسمې ناحیو په مربوطاتو کې د بګرامۍ او پغمان ولسوالۍ کې د حقاني د شبکې ۱۱ تنه غړي چې په کابل کې د ترهګریزو بریدونو او مشرانو د ترور پلان درلود ونیول.
په بیان کې راغلي دي چې ددې ترهګرو نه یو زیات شمیر وسلې، ماینونه او ۳۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.
همداشان د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره اوونۍ هم د کابل په پنځمه ناحیه کې د داعش ترهګرې ډلې یوه څلور کسیزه ډله نیولې وه. نوموړي داعشیان د داعش ترهګرې ډلې د جلب او جذب او نورو ولایتونو ته د ترهګرو د لیږد رالیږد مسئولیت په غاړه درلود.
د ویلو ده چې د حقاني شبکې دا ۱۱ تنه غړي پداسې حال کې نیول کیږي چې تیره ورځ طالبانو د حقاني د شبکې د بڼسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني د مرګ اعلان وکړ.