کونړ ولایت کې ځانمرګی برید شوی دی.
په کونړ کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی
999722
کونړ ولایت کې ځانمرګی برید شوی دی.
د افغانستان د کونړ ولایت نه په ترلاسه شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې پرون د ماسخوتن په ساعتونو کې د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو په یوې پوستې ځانمرګی برید وشو.
د کونړ ولایت د پولیسو ویاند فریدالله دهقان خبري رسنیو ته ویلي دي چې پرون د ماسخوتن په ساعتونو کې د څوکۍ ولسوالۍ د بابړو تنګۍ په سیمه کې د سیمه ایزو پولیسو په پوستنې ځانمرګی برید شوی چې له امله يي ۹ تنه سیمه ایز پولیس مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون استول شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې پدې وروستیو کې په کونړ کې د ترهګریزو فعالیتونو لمن پراخه کړې ده .