د ملكي وګړو د تلفاتو په اړه زړه بوږنونكې شمېرې!
په افغانستان كې د ملكي وګړو د تلفاتو شمېره د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ پر لوړېدلو ده.
988000
د لومړنيو معلوماتو او رسمي شمېرو له مخې په تېرو ۹ كلونو كې په ټول هېواد كې تر ۲۳ زرو تنو زيان ملكيان وژل شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو د كمېسيون مشرې سيما ثمر په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل چې د څېړنو د راپور له مخې په تېرو ۹ كلونو كې د وژل شوو كسانو شاوخوا ۶۹.۸ سلنه د دولت د مخالفو وسله والو ترهګرو په بريدونو كې وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې په نښتو كې په تېرو ۹ كلونو كې شاوخوا ۴۰ زره ۹۷۴ تنه ټپيان شوي هم دي.