په کابل کې د خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه.
په کابل کې د چاودنې مخه ونیول شوه
983813
په کابل کې د خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه.
د کابل پولیسو د خونړۍ چاودنې مخه ونیوله.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د امنیې قومندانۍ د کابل د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې د ارزان قیمت په څلور لارې کې د ورانکارانه فعالیتونو په موخه په خاطر د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو د کشف او شنډولو نه خبر ورکړی دی.
امنیې قومندانۍ ویلی دي چې د دولت مخالفینو غوښتل چې یو ځل بیا بې ګناه خلک په وینو ولړۍ چې د الله په مرسته يي مخه ونیول شوه.
په کابل کې پداسې حال کې ددې پیښې د مخنیوي نه خبر ورکول کیږي چې د تیرې چارشنبې پر ورځ یوې لس کیسزې ډلې چې په پرمختللو وسلو او ضد د مرمۍ په موټرو سمبال وو د کورنیو چارو په وزارت ډله ایز برید وکړ.