د ننګرهار ولایت پر مستوفیت ډله ایز برید وشو
په ننګرهار ولایت کې پر مستوفیت ډله ایز برید پایته ورسید
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پر مستوفیت ډله ایز برید پایته ورسید.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او نږدې ۴۰ کسان ټپیان شوي وي.
نن یکشنبه د ۱۲ بجو او ۳۰ دقيقو په ساعتونو کې یوې ډلې طالبانو د ننګرهار ولایت پر مستوفیت ډله ایز برید وکړ.
لومړی دوو تنوځانمرګيو د موټر پر مټ د مستوفیت په دروازه کې چاودنه وکړه او نور برید کوونکي مستوفیت ته ننوتل او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول. ویل کیږي برید کوونکي په درندو وسلو سمبال وو.امنیتي ځواکونو د څو ساعته جګړې نه وروسته برید کوونکي د خپو وغورځول او د مستوفیت کنټرول يي په لاس کې ونیو.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې ډله ایز برید کې ۱۰ تنه مړه او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې برید د ۸ تنو لخوا شوی وو چې دوو تنو ځانونه الوزولي او ۶ تنه نور د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
. عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکو د ځانمرګي برید نه مخکې پر مستوفیت د لاسي بمونو برید وکړ او وروسته يي ځانمرګی وکړ.